کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان کرکټ بورډ خپل یو لوبغاړي ته هم د A ګټګورۍ مرکزي قرارداد ورنکړ

کابل( کوه نور ۲۸ اسد ۱۴۰۴): راپور هدايت الله دانش د پاکستان کرکټ بورډ په یوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې د هغو لوبغاړو لیستونه خپاره کړي چې یادې ادارې ورته د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره په بیلابیلو ګټګوریو کې مرکزي قراردادونه ورکړي دي.   محمد رضوان او بابراعظم دوه هغه لوبغاړي دي چې په تېرو کلونو کې یی د پاکستان کرکټ بور…

2025-08-19 09:48 251۳ دقیقې لوستل
د پاکستان کرکټ بورډ خپل یو لوبغاړي ته هم د A ګټګورۍ مرکزي قرارداد ورنکړ

کابل( کوه نور ۲۸ اسد ۱۴۰۴):

راپور هدايت الله دانش

د پاکستان کرکټ بورډ په یوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې د هغو لوبغاړو لیستونه خپاره کړي چې یادې ادارې ورته د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره په بیلابیلو ګټګوریو کې مرکزي قراردادونه ورکړي دي.

 

محمد رضوان او بابراعظم دوه هغه لوبغاړي دي چې په تېرو کلونو کې یی د پاکستان کرکټ بورډ سره په A ګټګورۍ کې قرادادونه درلودل خو اوس یی په خپله تازه پریکړه کې B ګټګورۍ ته غورځولي دي، کرکټ بورډ یی ویلي چې دغه پریکړه یی په وروستیو دولس میاشتو کې د لوبغاړو د کارکرده ګۍ پراساس کړې ده.

 

د پاکستان کرکټ بورډ له لوري له لوبغاړو سره د مرکزي قراردادونو د پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې هېڅ لوبغاړي ته د A کټګورۍ قرارداد نه دی ورکړل شوی.

 

د خبرپاڼې له مخې د پاکستانۍ لوبډلې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر شان مسعود چې پخوا په B ګټګورۍ کې وو، اوس ورته د C ګټګورۍ قرارداد ورکړل شوی دی، دغه راز فخرزمان ته چې تېرکال ورته د انضباطي سرغړونو له امله مرکزي قراداد نه وو ورکړل شوی، سږکال په په B کټګورۍ کې شامل شوی دی.

 

له پاکستان کرکټ بورډ سره اوس مهال په B کټګورۍ کې شامل لوبغاړي بابر اعظم، محمد رضوان، فخر زمان، حارث روف، شاداب خان، شاهین شاه افریدي، صایم ایوب، سلمان علي آغا، ابرار احمد، او حسن علي دي، په C کټګورۍ کې عبدالله شفیق، فهیم اشرف، حسن نواز، محمد حارث، محمد نواز، نسیم شاه، نعمان علي، صاحبزاده فرحان، ساجد خان، او سعود شکیل شامل دي.

 

احمد دانیال، حسین طلعت، خرم شهزاد، خوشدل شاه، محمد عباس، محمد عباس افریدي، محمد وسیم جونیر، سلمان مرزا، شان مسعود، او صُفیان مقیم هغه لوبغاړي دي چې د پاکستان کرکټ بورډ ورته په D کټګورۍ کې قرادادونه ورکړي دي.

 

عامر جمال، کامران غلام، میرحمزه، عرفان خان نیازی او عثمان خان هغه لوبغاړي دي چې پخوا یی په بیلابیلو ګټګوریو کې له پي سي بي سره مرکزي قراردادونه درلودل خو اوس ورته په هېڅ کټګورۍ کې قرارداد نه دی ورکړل شوی.

 

د پاکستان کرکټ ادارې ویلي چې سږکال یی ۱۰ نویو لوبغاړو ته د ځینو پخوانیو لوبغاړو پرځای مرکزي قرادادونه ورکړي چې د ټولو قرارداد لرونکو لوبغاړو شمېر یی له ۲۷ څخه ۳۰ ته پورته شوی، په وینا یی دغه کټګورۍ د لوبغاړو اوسني کارکرده ګیو ته په کتو ټاکل شوي، که چېرته کوم لوبغاړي له ځانه وړتیا وښایي، تر A کټګورۍ پورې یی د مرکزي قراردادونو د لوړیدو چانس شتون لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب