راپور: هدایت الله دانش
د پاکستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د ټاکونکې کمېټې اوسني مشر عاقب جاوید او مشر روزونکي مایک حیسن نن د یو خبري کنفرانس لارې د افغانستان او متحده عربي امارات لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزې لوبلړۍ او را روان شل اوریز آسیا جام ته د سلمان علي آغا په مشرۍ د پاکستانۍ لوبډلې ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ.
په یاده ټاکل شوې لوبډله کې د نړیوالو شل اوریزو لوبو په لس غوره منډې جوړونکو لوبغاړو کې شامل بابراعظم او محمد رضوان ته چانس نه دی ورکړل شوی، په اړه یی مشر روزونکي ویلي چې دواړو ته یی په چټکې توپ وهنې د کار کولو ویلي وو چې دوي دواړو ورته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.
بل لورته د پاکستان پخواني کرکټر محمد حفیظ د بابراعظم او محمد رضوان په اړه پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې دوي اوس وخت کې د پاکستان کلیدي لوبغاړي نه دي، په وینا یی د اوس وخت کلیدي لوبغاړي یی صایم ایوب، سلمان علي آغا او حسن نواز دي چې په دې وروستیو کې یی د پاکستانۍ لوبډلې په بریاوو کې مهم رول لوبولی دی.
دغه راز د پاکستان کرکټ بورډ د ټاکونکې ډلې مشر عاقب جاوید د ټاکل شوې لوبډلې په ننګه ویلي چې یاده لوبډله په وروستیو کې د ښه کارکرده ګۍ پر اساس ټاکل شوې چې په آسیاجام کې د هندۍ لوبډلې د ماتولو وړتیا هم لري.
په دغه ۱۷ کسیزه لوبډله کې د لوبډلمشر سلمان علي آغا ترڅنګ صایم ایوب، فخر زمان، صاحبزاده فرحان، حسن نواز، سلمان میرزا، محمد حارث، محمد نواز، شاهین شاه افریدي، حارث رؤف، حسن علي، حسین طلعت، سفیان مقیم، ابرار احمد، خوشدل شاه، فهیم اشرف او محمد وسیم ټاکل شوي دي.
د ټاکل شوي مهالویش له مخې تر آسیا جام وړاندې د درې هیوادونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ شل اوریزه لوبلړۍ د اګسټ په ۲۹مه نېټه د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیلیږي.




