افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري، په جرمني کې د ځغاستې په څلورو سیالیو کې اتلولۍ خپله او څلور د سرو زرو مډالونه یې وګټل.
ولي محمد نوري وايي، چې دغو سیالیو کې له ۲۱ هېوادونو څخه ۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو، چې دی په څلورو سیالیو کې تر خپلوسیالانو مخکښ شو.
هغه خپلې بریاوې د افغانستان ولس ته ډالۍ کړي دي.
نوموړي درې مياشتې دمخه په لندن کې د ځغاستې په سياليو کې دوه د سرو زرو مډالونه ګټلي وو.
ولي محمد نوري د ځغاستې هغه افغان لوبغاړی دی چې په هلمند ولایت کې یې په يوه بمي چاودنه کې خپلې دواړه سترګې له لاسهورکړي؛ خو د هغه په خبره، دغې پېښې نهدی مأيوسه کړی او غواړي چې د نړۍ په کچه د ځغاستې اتلولي وګټي.
نوري د ځغاستې تر څنګ د لامبو وهلو مهارت هم لري.
هغه وايي، چې چهارشنبې ورځ (د سپتمبر ۱۴مه) به په جرمني کې د لامبو وهلو په یوه مهمه سیالۍ کې هم ګډون وکړي.




