راپور: هدايت الله دانش
(کوه نور، اسد ۲۹، ۱۴۰۴): د ویسټ انډیز د تجارتي شل اوریز کرکټ لیګ د روان پړاو ۶مه لوبه نن سهار د فضل حق فاروقي او وقار سلام خېل اړوند سټ کیټس او سینټ لوشیا کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په دغه لوبه کې سینټ لوشیا کینګز لوبډلې په لومړي نوبت توپوهنې په پوره شل اورونو کې د روستن چاس ۶۱، جهانسن چارلیس ۵۲ او د تایم ډېوېډ ۴۶ تر نورو زیاتو منډو پر مټ د ۸ ویکټو په زیان ۲۰۱ هدف وټاکه.
د سيټ کیټس لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې فضل حق فاروقي د ۳۱ منډو په بدل کې، وقار سلام خېل د ۳۴ منډو په بدل کې او کېل مایرس د ۲۴ منډو په بدل کې ۲ - ۲ ویکټې واخېستې، نسیم شاه او جیسن هولډر بیا یو - یو لوبغاړي وسوځول.
د فضل حق فاروقي او وقار سلام خېل اړوندې سټ کیټس لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې په پوره شل اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان ۱۹۷ منډې جوړې کړې او د ۳ منډو په توپېر یی ماتې ومنله.
سینټ لوشیا کینګز لوبډلې د روان پړاو په خپله دوهمه لوبه کې لومړۍ بریا ترلاسه کړه او د ۳ نمرو په ترلاسه کولو سره یی د جدول لومړی مقام ونیوه، د یادې لوبډلې او انتیګوا اېنډ بربودا فالکنز لوبډلو ترمنځ پرونۍ لوبه د باران له کبله مساوي پای ته رسېدلې وه
د یاد لیګ ۷مه لوبه سبا پنجشنبه سهار ۳:۳۰ بجې د انتیګوا اېنډ بربودا فالکنز او ترینباګو نایټ زایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.




