کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کرکټ بورډ سرچینې: افغان کرکټ ملي لوبډله سبا متحده عربي اماراتو ته ځي

راپور: هدايت الله دانش  د افغانستان کرکټ بورډ د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزې لوبلړۍ او آسیاجام سیالیو لپاره په کابل کې له تمریناتي کمپ وروسته سبا سه شنبه د اګسټ په ۱۹مه نېټه متحده عربی اماراتو ته سفر کوي.  په پام کې وه چې دغه سفر یی د اګسټ په ۱۵مه نېټه وشي؛ خو د نامع…

2025-08-18 01:21 250۱ دقیقې لوستل
د کرکټ بورډ سرچینې: افغان کرکټ ملي لوبډله سبا متحده عربي اماراتو ته ځي

راپور: هدايت الله دانش 

د افغانستان کرکټ بورډ د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزې لوبلړۍ او آسیاجام سیالیو لپاره په کابل کې له تمریناتي کمپ وروسته سبا سه شنبه د اګسټ په ۱۹مه نېټه متحده عربی اماراتو ته سفر کوي.

 په پام کې وه چې دغه سفر یی د اګسټ په ۱۵مه نېټه وشي؛ خو د نامعلومو دلایلو له کبله افغان لوبډله لاهم په کابل کې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې افغان لوبډله به اماراتو له سفر سم راتلونکو سیالیو ته د لاښه چمتووالي په موخه خپلو تمریناتو ته دوام ورکړي.

یاده دې وي چې د دې سفر په لړ کې به د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د اګست له ۲۹مې د سپټمبر تر ۷مې نېټې درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره او له هغې وروسته به درېواړه لوبډلې د سپټمبر په ۹مه نېټه پیلیدونکي آسیاجام کې برخه واخلي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب