کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې افغان لوبډله نهم مقام ته تللې

د کرکټ د نړۍوالې شورا"ICC"لخوا د شل اوريزو لوبو په تازه درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د یوه مقام په پرمختګ سره نهم ځای خپل کړی دی. د کرکټ نړۍوالې شورا دغه درجه بندې پرون ورځ ترسره کړې چې افغان ملي لوبډله پکې په نهم مقام کې اعلان شوې ده. د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له دې مخکې په لسم مقام او د بنګله دېش لوبډله په نهم مقام کې…

2025-05-31 20:32 95۱ دقیقې لوستل
د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې افغان لوبډله نهم مقام ته تللې

د کرکټ د نړۍوالې شورا"ICC"لخوا د شل اوريزو لوبو په تازه درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د یوه مقام په پرمختګ سره نهم ځای خپل کړی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا دغه درجه بندې پرون ورځ ترسره کړې چې افغان ملي لوبډله پکې په نهم مقام کې اعلان شوې ده.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له دې مخکې په لسم مقام او د بنګله دېش لوبډله په نهم مقام کې وه چې د تازه بندۍ سره افغان لوبډلې بنګله دېشۍ لوبډله لسم مقام ته غورځولې او خپله یې نهم مقام خپل کړی دی.

په دغه تازه درجه بندۍ کې هند لومړی، استرالیا دویم او انګلستان دریم ځای خپل کړی دی.

باید وویل شي چې افغان لوبډله په یو ورځینیو لوبو کې اووم او په ټیسټ لوبو کې یوولسم مقام له ځانه سره لري.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب