د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل نن خپله ۱۵۰ مه یو ورځنۍ لوبه هم ترسره کړه.
محمد نبي له ۲۰۰۹ کال راهیسې افغان لوبډله کې لوبېږي او په ښي لاس د توپ وهنې ترڅنګ اف برېک توپ اچوونه هم کوي.
هغه په تېرو ۱۵۰ لوبو کې په "۸۵.۸۵"سټرایک رېټ سره ۳ زره او ۱۸۷ منډې کړې او د ټولو ۱۵۰ لوبو په 134 پاڼیو کې یې توپ وهنه کړې ده.
هغه په دغو لوبو کې ۱ سلیزه، ۱۶ پنځوسیزې جوړې کړې، ۶ ځله په صفر سوځېدلی، ۲۰۷ څلوریزې او ۹۸ شپږیزې لري.
دغه راز یې په توپ وهنه کې په ټولو ۱۵۰ لوبو کې په ۱۴۴ پاڼیو کې توپ اچونه کړې، په ۱۱۶۷.۳ اورونو کې یې ۵۰۲۵ منډې ورکړي، ۱۵۴ ویکټې لري او تر ټولو ښه توپ اچونه یې د ۳۰ منډو په ورکولو د ۴ لوبغاړو سوځول دي.
هغه خپله ۱۵۰ مه لوبه نن د ۲۰۲۳ نړیوال جام په ترڅ کې د انګلستان لوبډلې په خلاف وکړه او په ۱۵ توپونو یې یواځې ۹ منډې وکړې.
د یو ورځینیو لوبو په ترڅ کې؛ محمد نبي عیسی خېل نن خپله ۱۵۰ مه لوبه وکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل نن خپله ۱۵۰ مه یو ورځنۍ لوبه هم ترسره کړه. محمد نبي له ۲۰۰۹ کال راهیسې افغان لوبډله کې لوبېږي او په ښي لاس د توپ وهنې ترڅنګ اف برېک توپ اچوونه هم کوي.هغه په تېرو ۱۵۰ لوبو کې په "۸۵.۸۵"سټرایک رېټ سره ۳ زره او ۱۸۷ منډې کړې او د ټولو ۱۵۰ لوبو په 134 پاڼیو…

انوش ننګیال افغان خبريال او لیکوال دی. د خبريالۍ په برخه کې دولس کلنه تجربه لري. د ژورنالېزم زده کړې یې په ازبکستان کې کړي او اوسمهال له کوه نور خبري آژانس سره د رېپورټر په توګه کار کوي.



