کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

راشدخان په سل بالیزه لیګ کې مخکښ ویکټ اخیستونکی شو

(کوه نور، اسد ۳۱، ۱۴۰۴): راپور: هدايت الله دانش   راشدخان د انګلستان د سل بالیزه کرکټ لیګ په سږن پړاو کې د خپلو ویکټو شمېر ۱۲ ته ورساوه او د مخکښو توپ اچوونکو په جدول کې لومړی مقام خپل کړ. خان د یاد لیګ د روان پنځم پړاو په ۶ لوبو کې درې ځلی ۳-۳ ویکټې، یو ځل یوه او په بیګانۍ لوبه کې یی ۲ ویکټې واخېستې، په دې ل…

2025-08-22 02:33 259۲ دقیقې لوستل
راشدخان په سل بالیزه لیګ کې مخکښ ویکټ اخیستونکی شو

(کوه نور، اسد ۳۱، ۱۴۰۴):

راپور: هدايت الله دانش 

 راشدخان د انګلستان د سل بالیزه کرکټ لیګ په سږن پړاو کې د خپلو ویکټو شمېر ۱۲ ته ورساوه او د مخکښو توپ اچوونکو په جدول کې لومړی مقام خپل کړ.

خان د یاد لیګ د روان پنځم پړاو په ۶ لوبو کې درې ځلی ۳-۳ ویکټې، یو ځل یوه او په بیګانۍ لوبه کې یی ۲ ویکټې واخېستې، په دې لوبه کې د راشدخان اړوند اوول اینوینسیبلز لوبډلې د ۶ ویکټو په توپېر ټرینټ راکېټس لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پنځم پړاو سل بالیزه کرکټ لیګ په روان پړاو کې له راشدخان وروسته نور مخکښ ویکټ اخېستونکي لوبغاړي جوش ټانګ او سام کرن دي چې ۱۰-۱۰ ویکټې یی اخېستي دي.

د ځینو باوري سرچینو په وینا راشدخان به په سږن پړاو سل بالیزه لیګ کې خپله وروستۍ لوبه سبا شنبه ماښام ۶:۰۰ بجې د نارترن سوپرچارجرز لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي او د یکشنبې په ورځ به له ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه متحده عربي اماراتو ته راستون شي.

له راشدخان وړاندې الله محمد غضنفر، فضل حق فاروقي، نوراحمد او مجیب الرحمن په کرابین او سل بالیزه لیګ کې له خپلو لوبډلو سره له مخه ښې وروسته متحده عربي اماراتو ته ستانه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب