کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

راشدخان: که اړتيا او چانس پیدا شو، د ۲۰۲۷ پنځوس اوریز نړيوال جام کې لوبډلمشري ته چمتو یم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر له نړیوالې ورزشي رسنۍ کریک انفو سره په مرکه کې ویلي چې اوس مهال يې تمرکز په اسياجام او شل اوریز نړیوال جام دی، خو که اړتيا او چانس ورته پیدا شو نو د يوورځنيو لوبو نړيوال جام کې هم لوبډلمشرۍ ته چمتو دی. نوموړی په دې مرکه کې د خپلې روغتیا په اړه هم غږیدلی دی، راشدخا…

2025-08-09 07:04 190۱ دقیقې لوستل
راشدخان: که اړتيا او چانس پیدا شو، د ۲۰۲۷ پنځوس اوریز نړيوال جام کې لوبډلمشري ته چمتو یم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر له نړیوالې ورزشي رسنۍ کریک انفو سره په مرکه کې ویلي چې اوس مهال يې تمرکز په اسياجام او شل اوریز نړیوال جام دی، خو که اړتيا او چانس ورته پیدا شو نو د يوورځنيو لوبو نړيوال جام کې هم لوبډلمشرۍ ته چمتو دی.

نوموړی په دې مرکه کې د خپلې روغتیا په اړه هم غږیدلی دی، راشدخان ویلي: «د ملا له عمليات وروسته په اوږد فارمټ کې لوبېدو ورته تاوان کړی دی. »

په وینا یی ډاکټرانو ورته ویلي وو چې ژر دې د اوږد فارمټ لوبې نه کوي، خو په بېړه یی د زمبابوی خلاف ټېسټ لوبه وکړه چې د نوموړي روغتیا ته یی زیان ورساوه، وایي؛ « هغه وخت پوه شوم چې ما باید هغه لوبه نه وای کړې. »

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب