کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

راشد خان د ملا د ټپ له کبله په بېګ باش لېګ کې نه لوبيږي

افغان توپ اچوونکی راشد خان د ملا د ټپ له کبله د اسټرلیا د بګ باش سیالیو په راتلونکي پړاو کې نه شي لوبېدلی. د نوموړي اړوند ایډلایډ سټرایکرز لوبډلې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې خان په ملا کې ټپ لري او ډاکټرانو ورته د نه لوبېدو توصیه کړې. یادې لوبډلې د راشد ټپي کېدل د خپل ځان لپاره یوه لویه ضایع بللې ده. تر اوسه راشد خان او…

2023-11-22 21:26 109۱ دقیقې لوستل
راشد خان د ملا د ټپ له کبله په بېګ باش لېګ کې نه لوبيږي

افغان توپ اچوونکی راشد خان د ملا د ټپ له کبله د اسټرلیا د بګ باش سیالیو په راتلونکي پړاو کې نه شي لوبېدلی.

د نوموړي اړوند ایډلایډ سټرایکرز لوبډلې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې خان په ملا کې ټپ لري او ډاکټرانو ورته د نه لوبېدو توصیه کړې.

یادې لوبډلې د راشد ټپي کېدل د خپل ځان لپاره یوه لویه ضایع بللې ده.

تر اوسه راشد خان او  افغان کرکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نوموړي د ټپي کېدو  خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې ټاکل شوې افغان لوبډله په نږدې راتلونکې کې د راشد خان په مشرۍ له هند سره درې شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي.

لیکوال/اېډېټر: Imran Danish
Imran Danish
Imran Danish

افغان خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب