د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان، پر خپله اېکس پاڼه د کرکټ بورډ پخواني اجرايوي مشر، شفيق ستانکزي ته ليکلي، چې د ناسمو معلوماتو د خپرولو پر ځای باید د لوبډلې او لوبغاړو ننګه اوملاتړ وکړي.
راشد خان زياته کړې، چې نړۍوال جام ته د افغان لوبډلې نوملړ د تېرو کلونو په پرتله ډېر ښه دی او ټول لوبغاړي تر بل هر وخت فټ او منظم دي.
خان همدا راز ستانکزي ته ليکلي، چې ستاسو په وخت کې د جوړ جاړیو له کبله په نړیوال جام کې افغانستان ډېرې لوبې وبایللې.
راشد ليکلي: «زه فکر کوم، چې دا تر ټولو غوره او مناسبو ټيمونو څخه دی. زه باور لرم، چې مونږ دا ځل کولای شو ښه مخکې لاړ شو. ستاسې د مدیريت په وخت کې ډېر جوړجاړی وشو. تېرو وختونو کې د نړۍوال جام لپاره د ټيمونو د انتخاب پر مهال ډېرې مهمې لوبې وبايلل شوې.»
د کرکټ بورډ پخواني اجرايوي مشر، شفيق ستانکزي له بيبيسي سره خپله وروستۍ مرکه کې نړۍوال جام ته د افغانستان په انتخاب شوې لوبډلې نيوکه کړې وه. هغه ويلي، چې لوبډله کې ځينې داسې لوبغاړي هم انتخاب شوي، چې هېڅ فټ او لوبې ته چمتو نه دي.
ستانکزي زياته کړې وه چې د افغانستان د لوبډلې ځينې مهم لوبغاړي ټپي دي او د لوبډلې څخه کومه خاصه هيله نه لري.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال هندوستان کې د نړۍوال جام پيلېدو ته شيبې شمېرې. د نړۍوال جام رسمي لوبې د روانې اکتوبر مياشتې په پنځمه نېټه پيليږي.




