کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روهيت شرما له ګریېس‌ګيل څخه دوه شپږیزې وروسته دی

د هند کرکټ د يو ورځينو او ټيسټ لوبو کپتان روهیت شرما چې په شپږيزو او غټو شارټونو مشهور لوبغاړی دی، يوازې دوه شپږيزې وروسته دی چې د نړۍ دويم د ډېرو شپږیزو وهونکی لوبغاړی شي. په دې لیست کې د پاکستان پخوانی کپتان شاهد افريدي لومړی لوبغاړی دی چې په يو ورځينيو ۳۶۹ ايننګونو کې یې ۳۵۱ شپږیزې وهلي دي.ورپسې د نړۍ د ليګونو د کرک…

2024-08-07 02:15 309۲ دقیقې لوستل
روهيت شرما له ګریېس‌ګيل څخه دوه شپږیزې وروسته دی

د هند کرکټ د يو ورځينو او ټيسټ لوبو کپتان روهیت شرما چې په شپږيزو او غټو شارټونو مشهور لوبغاړی دی، يوازې دوه شپږيزې وروسته دی چې د نړۍ دويم د ډېرو شپږیزو وهونکی لوبغاړی شي.

په دې لیست کې د پاکستان پخوانی کپتان شاهد افريدي لومړی لوبغاړی دی چې په يو ورځينيو ۳۶۹ ايننګونو کې یې ۳۵۱ شپږیزې وهلي دي.
ورپسې د نړۍ د ليګونو د کرکټ خطرناکه اوپنر او د ويسټ انډيز پخوانی لوبغاړی کريس‌ګيل دی چې په ۲۹۴ يو ورځينيو پاڼيو کې یې ۳۳۱ شپږیزې وهلي دي.

روهيت شرما هم يو له هغو لوبغاړو دی چې مینوال یې په شپږیزو او څلوریزو په ولولو ساتلي؛ تازه یې دې لیست ته ځان رارسولی او دا دی د ۲۵۶ پاڼيو په لوبولو او د ۳۳۰ شپږيزو په وهلو سره درېيم مقام کې ځای لري.

روهيت شرما سره له دې چې يو زړور توپ وهونکی دی بلکې د هند لپاره په کپتانۍ کې هم ښه ثابت شوی دی.
 هغه د ۲۰۲۴ کال شل اوريز نړيوال جام په داسې حال کې وګټه چې په تېرو لسو کالونو کې یې د ای‌سي‌سي کوم غټ جام نه و ګټلی.
هغه ددې اونۍ د يو ورځينيو لوبو د ښو توپوهونکو په قطار کې هم درېيم مقام خپل کړی دی.

ناصر حلیمي

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب