کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ریکارډ: نوراحمد لکڼوال په شل اوریزو لوبو کې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې

راپور: هدایت الله دانش  (کوه نور، اسد ۲۸، ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی ورو توپ اچوونکی نوراحمد د ۲۰ کلونو او ۲۲۸ ورځو په عمر کې په شل اوریزو لوبو کې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې. نوراحمد لکڼوال چې اوس مهال د انګلستان په سل بالیزه لیګ کې د منچسټر اوریجنل لوبډلې لپاره لوبېږي، تېره ورځ یی د نارترن سوپر چارجرز لو…

2025-08-19 01:10 107۲ دقیقې لوستل
ریکارډ: نوراحمد لکڼوال په شل اوریزو لوبو کې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې

راپور: هدایت الله دانش 

(کوه نور، اسد ۲۸، ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی ورو توپ اچوونکی نوراحمد د ۲۰ کلونو او ۲۲۸ ورځو په عمر کې په شل اوریزو لوبو کې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې.

نوراحمد لکڼوال چې اوس مهال د انګلستان په سل بالیزه لیګ کې د منچسټر اوریجنل لوبډلې لپاره لوبېږي، تېره ورځ یی د نارترن سوپر چارجرز لوبډلې پر وړاندې د ۱۷ منډو په بدل کې ۲ ویکټې واخیستې او په شل اوریزو لوبو کې د ۲۰۰ ویکټو ریکارډ ته ورسېد 

نوراحمد د شل اوریزو لوبو لومړۍ رسمي لوبه په ۲۰۱۹م کال کې په شپږیزه لیګ کې د میس عینک په ګټه او د بست ساتونکي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه، لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه یی د ۲۰۲۲م کال د جون په ۱۴ مه نېټه د زمبابوی پر وړاندې ترسره کړه او لومړۍ نړیواله پنځوس اوریزه لوبه یی د همدې کال د  نومبر په ۳۰مه نېټه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړه.

نوموړي اوس مهال په ۱۴ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۷ ویکټې اخیستي، د ۱۰ منډو په ورکړې د ۴ ویکټو اخېستل یی په یوه لوبه کې غوره توپ اچونه ده، دغه راز یی په ۱۶۴ رسمي شل اوریزو اننګزونو کې یی ټولې ۲۰۰ ویکټې اخېستي دي چې د ۱۱ منډو په ورکړې د ۵ ویکټو اخیستل یی په یوه لوبه کې غوره توپ اچونه ده.

نوراحمد په خپل کم عمر کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او ۱۹ کلنې لوبډلې ترڅنګ په تجارتي کرکټ لیګونو کې د ۱۹ لوبډلو لپاره لوبېدلی دی، د همدې ۲۰۰ ویکټو له جملې یی تر ټولو ډېرې ۴۸ ویکټې په هند غوره لیګ، ۲۵ یی د سویلي افریقا په شل اوریز لیګ، ۲۴ یی په میجر کرکټ لیګ، ۲۳ یی په لنکا پریمیرلیګ، ۲۲ یی په کرابین پریمیر لیګ او پاتې نور یی په شپږیزه او نورو کرکټ لیګونو کې ترلاسه کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب