کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ریکارډ: ویسټ انډیز په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته په ستر توپير ماتې ورکړه

(کوه نور، اسد ۲۲، ۱۴۰۴): راپور: هدایت الله دانش  د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې د ۲۰۲ منډو په توپېر ماتې ورکړه او یاده لوبلړۍ یی۲-۱ په خپلې اتلولۍ پای ته ورسوله. دا د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې د ویسټ انډیز تر ټولو ستره بریا وه او تر دې وړاندې یی د یادې لوبډل…

2025-08-12 23:46 173۲ دقیقې لوستل
ریکارډ: ویسټ انډیز په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته په ستر توپير ماتې ورکړه

(کوه نور، اسد ۲۲، ۱۴۰۴):

راپور: هدایت الله دانش

 د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې د ۲۰۲ منډو په توپېر ماتې ورکړه او یاده لوبلړۍ یی۲-۱ په خپلې اتلولۍ پای ته ورسوله.

دا د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې د ویسټ انډیز تر ټولو ستره بریا وه او تر دې وړاندې یی د یادې لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۱۵م کال کې د ۱۵۰ منډو په توپېر ترلاسه کړې وه.

د دې ترڅنګ دا له تېرو ۳۴ کلونو راهیسې او د لس یوورځنیو لوبو له لوبلړیو وروسته لومړۍ د لوبلړۍ بریا ده چې ویسټ انډیز یی د پاکستان پر وړاندې ترلاسه کوي. تر دې وړاندې په ۱۹۹۱ کال کې دواړه لوبډلې د عمران خان او ریچي ریچارډسن په لوبډلمشرۍ مخ شوې وې چې دوه لوبې ترې ویسټ انډیز ګټلې وې او یوه لوبه بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

په دې لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې پچه وګټله او په لومړي نوبت یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

ویسټ انډیز په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان ۲۹۵ منډې هدف وټاکه.

د ویسټ انډیز په ګټه لوبډلمشر شای هوپ په ۱۲۵ منډو ناسوځېدلی پاتې شو، د نوموړي ترڅنګ جستین ګریویس ۴۳،ایون لیویس ۳۷ او روستون چایس ۳۶ منډې وکړې.

د پاکستان له اړخه په توپ اچونه کې صایم ایوب او محمد نواز یوه یوه او نسیم شاه او ابرارحمد دوه دوه ویکټې واخېستې.

پاکستانۍ لوبډلې د دویمې پاڼۍپه ۲۹،۲ اورونو کې د لس ویکټو په زیان ۹۲ منډې جوړې کړې او د ۲۰۲ منډو په ستر توپېر یی ماتې ومنله.

د یادې لوبډلې پنځه توپوهونکي محمد رضوان، صایم ایوب، عبدالله شفیق، حسن علی او ابرار احمد په صفر- صفر وسوځېدل او مخکښ توپ وهونکي یی سلمان علي آغا او محمد نواز وو چې له شل پورته ۳۰ او ۲۳ منډې یی جوړې کړې.

د ویسټ انډیز په ګټه توپ اچونه کې جیډن سیلز په ۷،۲ اورونو کې د ۱۸ منډو په ورکړې ۶ ویکټې واخېستې چې له منځه یی څلور لوبغاړي په صفر صفر وسوځول.

ویسټ انډیزی لوبډلمشر شای هوپ د سلیزې پرمټ د پای لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او جایدن سیلز چې په درې لوبو کې یی ۱۰ ویکټې اخیستې وې، د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب