کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سريلانکا بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د اسیا کپ کرکټ د یو ورځینو سیالیو په سوپر ۴ پړاو کې تیره ورځ سريلانکا، بنګله دیش لوبډلې ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه. په کولمبو کې ترسره شوې دغه سیالۍ کې بنګله دیش پچه وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه. په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د سریلانکا لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۷ منډې جوړې کړې. د سریلانکا له لوري د ۲۵۸ منډو…

2023-09-10 00:13 3۲ دقیقې لوستل
سريلانکا بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د اسیا کپ کرکټ د یو ورځینو سیالیو په سوپر ۴ پړاو کې تیره ورځ سريلانکا، بنګله دیش لوبډلې ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

په کولمبو کې ترسره شوې دغه سیالۍ کې بنګله دیش پچه وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د سریلانکا لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۷ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا له لوري د ۲۵۸ منډو هدف ته د رسیدو په هڅه کې د بنګله دیش ټوله لوبډله په ۴۸،۱ اورونو کې د ۲۳۵ منډو په جوړولو وسوځېده.

د اسيا جام سياليو په لړ کې نن د پاکستان او هند لوبډلې بيا ځلې سره مخامېږي.

د یادو لوبډلو لومړنۍ لوبه په ګروپي سیالیو کې تر سره شوې چې د باران د اورښت له امله د یو یو امتیاز په ورکولو سره لوبهبې پایلې اعلان شوه.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، د پاکستان او هند تر منځ د سوپر ۴ پړاو سیالۍ پر مهال، که د باران اورښت د یادې سیالۍ د نه تر سره کیدو لامل شو، د دغه هیوادونو تر مځ د سیالۍ تر سره کیدو لپاره سبا هم احتیاطي ورځ په پام کې نیولشوې ده.

په اسیا کپ سیالیو کې شپږ لوبډلو په دوه ګروپونو کې د یوبل پر وړاندې ولوبېدې خو افغانستان او نیپال په ګروپ لوبو کې د دوه دوه لوبو بایللو له امله دوهم پړاو ته له تګ څخه پاتې شوې، او پاکستان، هند، سریلانکا او بندګله دېش سوپر ۴ پړاو ته لاره موندله.

پاکستان په اسیا کپ سیالیو کې د ډیرو پواینټونو په لرلو سره مخکښه لوبډله ده او که د نن لوبه له هند څخه وګټی پایلوبې ته ورتګ یې نور هم اسانه کیږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب