کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سل بالیزه لیګ؛ اوول اېنوېنسیبلز لوبډلې د راشدخان او سام کرن غوره لوبې پرمټ څلورمه بریا خپله کړه

(کوه نور، اسد ۲۸، ۱۴۰۴): راپور: هدايت الله دانش  د ۲۰۲۵م کال پنځم پړاو د نارینه وو سل بالیزه کرکټ لیګ ۱۹مه لوبه بېګا شپه د راشدخان اړوند اوول اینوینسیبلز او ساوترن براف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د اوول لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. په دغه لوبه کې ساوترن براف لوبډلې په لومړي نوبت توپ وهنې د ۹۸ توپونو له لوبولو وروس…

2025-08-19 00:03 213۲ دقیقې لوستل
سل بالیزه لیګ؛ اوول اېنوېنسیبلز لوبډلې د راشدخان او سام کرن غوره لوبې پرمټ څلورمه بریا خپله کړه

(کوه نور، اسد ۲۸، ۱۴۰۴):

راپور: هدايت الله دانش 

د ۲۰۲۵م کال پنځم پړاو د نارینه وو سل بالیزه کرکټ لیګ ۱۹مه لوبه بېګا شپه د راشدخان اړوند اوول اینوینسیبلز او ساوترن براف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د اوول لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

په دغه لوبه کې ساوترن براف لوبډلې په لومړي نوبت توپ وهنې د ۹۸ توپونو له لوبولو وروسته د لسو ویکټو په زیان ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.

 

د اوول لوبډلې له اړخه په توپ اچونه کې راشدخان ۲۰ توپونه ترسره کړل، په ۱۰ توپونو یی کومه منډه ورنکړه او په ۱۰ نورو توپونو پرې شل منډې وشوې او ۳ مهمې ویکټې یی واخېستې او د نوموړي ترڅنګ سام کرن هم ۳ ویکټې واخیستې.

 

اوول اينوینسیبلز لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۸۹ توپونو له لوبولو وروسته د ۳ ویکټو په زیان پوره کړ او په یاد لیګ کې یی څلورمه لوبه هم وګټله.

د یادې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې جوردن کوکس او سام کرن پنځوسیزې بشپړې کړې، سام کرن په دغه لوبه کې د هر اړخیزې لوبې له کبله غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د یاد کرکټ لیګ ۲۰مه لوبه نن شپه ۱۰:۰۰ بجې د ټرینټ راکېټس او منچسټر اوریجنل لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

په یاد لیګ کې تر دې مهاله په ترسره شویو ۱۹ لوبو کې اوول اینوینسیبلز لوبډله په ۵ لوبو کې په ۴ بریاوو لومړی مقام له ځان سره لري، ټرینټ راکټس په ۴ لوبو کې په ۳ بریاوو دویم، نارترن سوپر چارجرز په ۵ لوبو کې په ۳ بریاوو دریم، ساوترن براف په ۵ لوبو کې په ۲ بریاوو څلورم او د نوراحمد اړوند منچسټر اوریجنل لوبډله په ۵ لوبو کې په ۲ بریاوو په پنځم مقام کې قرار لري.

دغه سیالۍ د روانې اګسټ میاشتې په ۵ مه نېټه په انګلستان کې پیل شوي او د اګسټ په ۳۱ مه نېټه به یی په لارډز کرکټ لوبغالي کې پای لوبه ترسره شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب