د انګلستان هیواد د سل بالیزه کرکټ لیګ پنځم پړاو د راشد خان اړوند د اوول لوبډلې په بریا سره پیل شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ یاده پیلیزه لوبه بیګا شپه ۹:۰۰ بجې د لندن سپېرېټ په توپ وهنې سره پیل شوه، چې یادې لوبډلې د ۹۴ توپونو له لوبولو وروسته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۰ منډې جوړې کړې.
د راشدخان اړوند اوول لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۶۹ توپونو له لوبولو وروسته د ۴ ویکټو په زیان پوره او سیالې لوبډلې ته یی د ۶ ویکټو په توپېر ماتې ورکړه.
راشدخان په دې لوبه کې ۲۰ توپونه ترسره کړل، ۱۱ منډې یی ورکړې او د ۳ ویکټو په ترلاسه کولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو؛ خو انګلستاني سام کرن هم په دې لوبه کې ۳ ویکټې واخېستې.
افغان لوبغاړي راشدخان له لوبې وروسته د خبرو پرمهال ویلي، چې د هند غوره لیګ د لوبغاړو ډېر وخت نیسي ؛ نو ځکه ورسره لوبغاړي ستړي وي.
د راشد په خبره، له یادو لوبو وروسته د یوڅه مودې لپاره دمه هغه څه وه چې نوموړي ته یی خپلو غوره لوبو په ښه ډول د راګرځېدو زمینه برابره کړه.
د انګلستان کرکټ بورډ سل بالیزه تجارتي کرکټ لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۱ کال کې پیل شو.
د یاد لیګ د فوانینو له مخې هرې لوبډلې ته پوره ۱۰۰ توپونه ترسره کېږي او هر توپ اچوونکی پکې د ۲۰ توپونو د ترسره کولو حق لري.
د یاد لیګ دوهمه لوبه را روانه شپه ۹:۰۰ بجې د نوراحمد اړوند منچسټر اوریجنل او ساوترن براف لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي




