د هندوستان کرکټ غوره لیګ کې د راجستان رایلز لوبډلې ویکټ کيپر سنجو سمسون له خپلې لوبډلې غوښتي چې د یاد کرکټ لیګ راتلونکي پړاو لپاره له ځان سره ونه ساتي، نوموړي ویلي: «یا مې آزاد کړئ او یا مې بلې لوبډلې ته انتقال کړئ.»
سنجو سمسون له خپلې لوبډلې څخه یاده غوښتنه د هند غوره لیګ د ۲۰۲۵ کال لوبو له پای ته رسېدو سره سم کړې وه خو نه یوازې دا چې مناسب ځواب ورته نه دی ورکړل شوی بلکې د راجستان لوبډلې مالک منوج باډیل لخوا ورته په دغه لوبډله کې د بیا پاتې کېدلو هم ویل شوي دي.
په هند کرکټ غوره لیګ کې له لوبډلو سره د قراردادونو د اصولو له مخې له یوې لوبډلې سره د قرارداد لرونکي لوبغاړي آزادول، بولۍ ته یی وړاندې کول او یا هم د بلې لوبډلې له لوبغاړو سره یی بدلول د لوبډلې واک او صلاحیت دی او قرادادي لوبغاړي په دې برخه کې د کومې پرېکړې واک نلري، له همدې کبله د نوموړي د ازادۍ پریکړه لاهم د راجستان رایلز لوبډلې روزونکي راهول ډراوېډ ته پریښودل شوې تر څو د سمسون غوښتنه وڅېړي او ووایی چې غوښتنه به یی ومنل شي او کنه؟
سنجو سمسون له۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ او بیا دوه کاله ډهلي لوبډلې په ګټه له لوبېدو وروسته له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۵ کاله پورې د راجستان لوبډلې لپاره لوبېدلی او له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۲ پورې د یادې لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی، په ۲۰۲۲م کال کې یاده لوبډله د نوموړي د غوره لوبو پرمټ د هند غوره لیګ پای لوبې ته هم رسېدلې وه.
سنجو سمسون له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې په هند غوره لیګ کې د راجستان او ډهلي لوبډلې په ګټه ټولې ۱۷۷ لوبې کړي، ۴۷۰۴ منډې یی جوړې کړي، ۳ سلیزې، ۲۶ پنځوسیزې لري، په یوه لوبه کې یی تر ټولو لوړې منډې ۱۱۹ دي.م




