د سویلي افریقا افسانوي کرکټ لوبډلې د افسانوي لوبغاړو د ټورنمنټ په پای لوبه کې پاکستاني سیالانو ته د ۹ ویکټو په توپېر ماتې ورکړه.
د جنوبي افریقا پخوانیو لوبغاړو پای لوبه کې پاکستاني سیالانو ته ماتې ورکړه
د کرکټ پخوانیو لوبغاړو ترمنځ د پیل شویو سیالیو پای لوبه کې جنوبي افریقا لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې پای لوبه په خپل نوم کړه.
په دغه لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه، چې د شرجیل خان د ۷۶ چټکو منډو پرمټ یې په ۲۰ اورونو کې د ۵ ویکټو په زیان ۱۹۶ هدف وټاکه.
د سویلي افریقا لوبډلې د ای بي ډېویلرز ۱۲۰ ناسوځېدلو منډو پرمټ د یوې ویکټې په زیان په ۱۷م اور کې پوره کړ.
ای بي ډېویلرز د دې ټورنمنټ په ۶ لوبو کې د درې سلیزو او یوې پنځوسیزې پرمټ ۴۲۹ منډې جوړې کړې او د پای لوبې او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه یی وګټله.




