کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

سویلي افریقا په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې اسټرلیا ته په ۹۸ منډو ماتې ورکړه

(کوه نور، اسد ۲۸، ۱۴۰۴): راپور: هدایت الله دانش   د کوربه اسټرلیا او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن ترسره شوه چې کوربه لوبډلې پکې ماتې ومنله. په دغه لوبه کې د اسټرلیا لوبډلمشر مېچل مارش د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یی وکړه.  د سویلي افریقا لوبډلې…

2025-08-19 09:00 149۲ دقیقې لوستل
سویلي افریقا په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې اسټرلیا ته په ۹۸ منډو ماتې ورکړه

(کوه نور، اسد ۲۸، ۱۴۰۴):

راپور: هدایت الله دانش 

 د کوربه اسټرلیا او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن ترسره شوه چې کوربه لوبډلې پکې ماتې ومنله.

په دغه لوبه کې د اسټرلیا لوبډلمشر مېچل مارش د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یی وکړه.  د سویلي افریقا لوبډلې د ایډین مارکرم ۸۸، د لوبډلمشر ټیمبا بووما ۶۵ او د متیو بریټزکي۵۷ تر نورو زیاتو منډو پرمټ په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان ۲۹۷هدف وټاکه.

د اسټرلیا په ګټه توپ اچونه کې ټراویس هیډ تر ټولو توپ اچوونکو ښه وځلېد، هغه په ۹ اورونو کې د ۵۷ منډو په بدل کې ۴ ویکټې واخېستې.

اسټرلیایي لوبډلې د ټاکل شوي هدف په ځواب کې د لوبډلمشر میچل مارش د ۸۸ منډو سره - سره د ۴۱م اور په پنځم توپ د لسو ویکټو په زیان ۱۹۸ منډې جوړې کړې او د ۹۸ منډو په توپېر یی ماتې ومنله.

د سویلي افربقا لوبډلې له اړخه په توپ اچونه کې کیشف مهراج ۵ اسټرلیایي لوبغاړي اوټ کړل، دغه راز نندري برګر او لونګي نګېډي هم دوه دوه ویکټې واخېستې، کیشف مهراج د یادې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ سهار ۹:۰۰ بجې ترسره کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب