کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

شبمن ګېل د جولای میاشتې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

راپور: هدايت الله دانش (کوه نور، اسد ۱۴۰۴): د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵م کال د جولای میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته انګلستانی ټولچاری بین سټوکس، د سویلي افریقا ټولچاری ویان مولډر او هندی توپ وهونکی شبمن ګېل نوماند شوي وو چې له منځه یی هندي لوبغاړي شبمن ګېل د ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره یاده جایزه پخپل نوم کړه.…

2025-08-12 09:36 117۲ دقیقې لوستل
شبمن ګېل د جولای میاشتې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

راپور: هدايت الله دانش

(کوه نور، اسد ۱۴۰۴): د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵م کال د جولای میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته انګلستانی ټولچاری بین سټوکس، د سویلي افریقا ټولچاری ویان مولډر او هندی توپ وهونکی شبمن ګېل نوماند شوي وو چې له منځه یی هندي لوبغاړي شبمن ګېل د ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره یاده جایزه پخپل نوم کړه.

په جولای میاشت کې د درې واړو لوبغاړو کارکرده ګي او د خپلو لوبډلو لوبډلمشري د پام وړ وه، شبمن ګېل په دې میاشت کې د لومړي ځل لپاره په ټېسټ لوبو کې د هندۍ لوبډلې مشري وکړه او د انګلستان پر وړاندې د پنځه ټېسټ لوبو لړۍ یی دوه په دوه مساوي کړه.

شبمن ګېل په دې میاشت کې د لوبډلمشر په توګه د نړۍ دویم لوبغاړی شو چې په یوه ټېسټ لوبلړۍ کې یی د ۴ سلیزو پرمټ تر نورو زیاتې ۷۵۴ منډې جوړې کړې.

 نوموړي دغه ریکارډ د انګلستان پر وړاندې ثبت کړ، تر دې وړاندې یوازې اسټرلیایي لوبډلمشر ډونالډ بریډمن د همدې انګلستانۍ لوبډلې پر وړاندې په یوه لوبلړۍ کې ۸۱۰ منډې کړې وې.

دغه راز نوموړی په دې میاشت کې په هغو لوبغاړو کې هم شامل شو چې د یوې ټېسټ لوبې په دواړو پاڼیو کې سلیزې وهي.

ګېل د انګلستان پر وړاندې د یوې ټېسټ لوبې په یوه پاڼۍ کې ۲۶۹ او په بلې کې یی ۱۶۱ منډې کړې وې.

شبمن ګېل په ټېسټ لوبو کې په هغو لوبغاړو کې هم شامل دی چې د یوې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې په صفر اوټ شوي خو په دوهمه پاڼۍ کې یی سلیزې بشپړې کړې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب