کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

شپږ افغان لوبغاړي د ټور اذربایجان په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وایي، شپږ افغان لوبغاړي د ایران په کوربه توب د «ټور اذربایجان» په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي. د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مسلکي مرستیال خواجه فرهاد ویلي چې شپږ افغان لوبغاړي د ایران په کوربه توب د (ټور اذربایجان) په نړیوالو سیالیو کې چې ټاکل…

2025-05-24 03:37 161۱ دقیقې لوستل
شپږ افغان لوبغاړي د ټور اذربایجان په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وایي، شپږ افغان لوبغاړي د ایران په کوربه توب د «ټور اذربایجان» په نوم د بایسکل ځغلونې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مسلکي مرستیال خواجه فرهاد ویلي چې شپږ افغان لوبغاړي د ایران په کوربه توب د (ټور اذربایجان) په نړیوالو سیالیو کې چې ټاکل شوې روانه اونۍ پيل شي ګډون کوي.

نوموړي وویل، دغو سیالیو کې به لوبغاړي ۹۰۰ کیلو متره واټن په پنځو ورځو کې ووهي.

د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د روانې غبرګولي میاشتې په شپږمه د ایران په تبریز ښار کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب