د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عثمان غني چې اوس مهال د انګستان EcsT10 کرکټ لیګ کې د لندن کاونټي کرکټ لوبډلې په ګټه لوبې کوي، د یاد لیګ په ۲۵ مه لوبه کې یی د ګیلډ فورډ لوبډلې پر وړاندې په ۴۳ توپونو ۱۵۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې په توپوهنه کې یی ۱۷ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې شاملې وې.
نوموړي د یادې لوبې په یو اور کې د ویل ایرني په نوم توپ اچوونکي پر وړاندې ۵ شپږیزې او ۳ څلوریزې ووهلې چې په پایله کې یی یاد توپ اچوونکي د یو وایډ او دوه نوبالونو په شمول مجموعي ۴۵ منډې ورکړې.
په دې لوبه کې لندن کاونټي کرکټ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه یی وکړه، یادې لوبډلې په لومړي نوبت توپوهنې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د عثمان غني ۱۵۳ او د بل افغان لوبغاړي اسماعیل بهرامي ۶۱ منډو پرمټ د کومې ویکټې له زیان پرته ۲۲۷ هدف وټاکه.
ګیلډ فورډ لوبډلې په دویم نوبت توپوهنې په پوره ۱۰ اورونو کې د ۴ ویکټو په زیان ۱۵۵ منډې جوړې کړې او د ۷۱ منډو په توپېر یی ماتې ومنله.
عثمان غني د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د انګلستان هېواد دغه لس اوریزې سیالۍ د جولای په ۲۸ مه نېټه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوي چې تر دې مهاله یی ۲۵ لوبې ترسره شوي دي.




