د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي عظمت عمرزي په يوې تازه ويډیو کې ويلي، نړۍوال جام کې لوبېدل مې ارمان و او ډېر خوښ يم چې د خپل هېواد لپاره په نړۍوال جام کې لوبېږم.
د عظمت د خبرو لنډه ویډيو، د افغانستان کرکټ بورډ په خپلې فيسبوک پاڼې خپره کړې ده.
هغه ويلي، مونږ ټول هڅه کوو چې د خپل هېواد لپاره برياوې راوړو.
نوموړي زیاته کړې: « زمونږ د هر یوه لوبغاړي همدا هدف وي، چې ميدان ته د ګټې لپاره لاړ شو. ټول د يو بل ښه ملاتړ او حمایت کوي. هدف مو د لوبې ګټل وي.»
عظمت وايي، لوبډلې ته د اکرام علي خېل په راتګ سره تر یوه حده د مېډل ارډر لوبغاړو د کمبود ستونزه حل شوې ده.
د نوموړي په وینا، افغان لوبډله د پخوا په پرتله ډېره قوي شوې او ښه لوبغاړي يې پیدا کړي دي.
هغه زیاتوي، چې د راتلونکې لوبې ګټل یې مهم هدف دی او هڅه کوي، چې د پاکستان خلاف راتلونکې لوبه کې بریا خپله کړي.
عظمت عمرزي د نيوزېلنډ خلاف لوبه کې د یوه مهم لوغاړي رول ولوباوه او دوه مهم لوبغاړي په یوه اور کې د لوبې له ډګره بهر کړل.
هغه په لوبډله کې د یوه الروانډر په توګه لوبېږي، چې ډېر وخت د افغانستان لپاره په توپوهنه کې هم ښه ځلېدلی دی.
په نړيوال جام کې افغان اتلان خپله پنځمه لوبه د پاکستان خلاف راتلونکې دوشنبه د (اکتوبر۲۳) د هند په چينای کې ترسره کوي.
افغانستان نړۍوال جام کې تر اوسه درې لوبې تر سره کړي دي، چې یوه یې ګټلې او دوه نورې یې بایللې دي.
د انګلېنډ خلاف لوبه کې د افغان لوبډلې بریا، یو شمېر نورې لوبډلې وارخطا کړي دي.




