نن یکشنبه د زمري په ۶ مه نېټه د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند شپږیزه کرکټ لیګ کې کومه لوبه نه ترسره کېږي، په ترسره شویو ۱۴ لوبو کې د مس عینک اتلان او آمو نهنګان لوبډلو هر یو ۶ لوبې ترسره کړي، څلور څلور لوبې یی ګټلی، دوه دوه یی بایللي، د لوبډلو د نمرو په جدول کې په لومړي او دوهم مقام کې قرار لري.
بست ساتونکي او بندامیر ښاماران لوبډلو هر یو پنځه لوبې کړي، بست لوبډله درې او بندامیر دوه بریاوې لري، سپین غر پړانګان لوبډله چې شپږ لوبو کې یی یوه ګټلې، له مخکې تګ څخه پاتې شوې.
د یاد لیګ د لومړي پړاو پاتې ۶ لوبې به د سبا دوشنبې، سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې ترسره شي او د ۲۰ لوبو له بشپړیدو وروسته به دوه مخکښې لوبډلې د جمعې په ورځ په پای لوبه کې سره مخامخ شي.
د شپږیزه کرکټ لیګ د تېر نهم پړاو اتلولي د عظمت الله عمرزي په مشرۍ آمو نهنګانو لوبډلې ګټلې وه.




