کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له انګلستانه د لوبې ګټل او پر افغان لوبډلې د نړۍوالو مبصرينو تبصرې

د انګلستان پر خلاف د افغان لوبډلې له پرونۍ سترې او تاریخي بریا وروسته د کرکټ ډېرو مبصرینو او لوبغاړو د افغان لوبډلې په تړاو خپل نظرونه شریک کړي او مبارکیانې یې ورکړي، د هغو له ډلې یې د ځینو خپاره شوي نظرونه دلته لولو: د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې افسانوي لوبغاړي «سچېن ټندولکر» لیکلي:((د رحمن الله ګربز له خو…

2023-10-15 21:30 371۳ دقیقې لوستل
له انګلستانه د لوبې ګټل او پر افغان لوبډلې د نړۍوالو مبصرينو تبصرې

د انګلستان پر خلاف د افغان لوبډلې له پرونۍ سترې او تاریخي بریا وروسته د کرکټ ډېرو مبصرینو او لوبغاړو د افغان لوبډلې په تړاو خپل نظرونه شریک کړي او مبارکیانې یې ورکړي، د هغو له ډلې یې د ځینو خپاره شوي نظرونه دلته لولو:

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې افسانوي لوبغاړي «سچېن ټندولکر» لیکلي:
((د رحمن الله ګربز له خوا د یوې پیاوړې حملې مشري او د افغانستان له لوري یوه هر اړخیزه خوندوره هڅه!
د انګلستان کرکټ بورډ لپاره بده ورځ!
د داسې کیفیت لرونکو سپنرانو په وړاندې لوبه کې تاسو باید د هغوی لاسونه ولولئ! کوم  کار چې د انګلستان بیټسمینانو ونشو کولای، پرځای یې دوی یاد بالران عادي وګڼل، کوم چې زما په اند د دوی د ماتې لامل شو.
ماته هغې انرژي ډېر خوند راکړ؛ کومه  انرژي چې دوی لوبغالي کې پیدا کړه. 
ښهٔ ولوبېدئ!))

د ټریناډیا د کرکټ مبصر او د وېسټ انډیز لپاره د ټېسټ او یو ورځینیو لوبو پخواني لوبغاړي «لان رافائل بیشاپ» لیکلي:
((د افغانستان له خوا په زړه پورې پېښې چې نن یې د اتلولۍ مدافعینو ته یوه په زړه پورې قانع کوونکې ماتې ورکړه. د یو ملت هيلې يې په اوږو کېښودې او د هغوی د ویاړ سبب شول.
آفرین!))

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني  چټک توپ اچوونکي او د کرکټ اوسني مبصر شعیب «اختر» لیکلي: 
((دا افغان لوبډله ده، چې د نن ورځې مډرنه لوبه کوي، تاسو یې لوبه د لومړیو ۱۰ اورونو په توپ وهنه کې وګورئ! توپ اچونه یې هم همداسې. ډېر شیان دي چې باید ترې زده شي.))

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر او د کرکټ مبصر «عرفان پټان» لیکلي:
‎ډېر ډېر دې مبارک وي افغانانو!))
‎تاسو د انګلستان پر وړاندې له هرې زاویې ښه لوبه وکړه.
‎ګوربزه! ته ډېر عالي وې، اکرام علي خېل هم ښهٔ ولوبېد، په منځنیو اورونو کې د افغانانو توپ اچونه بېخي 
‎فوق العاده ترسره شوه.))

لیکوال، ژورنالېست او د ارجنټاین د کرکټ پخواني روزونکي «نېک فرېنډ» لیکلي: 
((انګلینډ ۴۳م هېواد شو، چې د یو نړیوال کرکټر په توګه د محمد نبي له اړخه مات شو. له بوتان، مالدیف، چین او ارجنټاین څخه له بریا وروسته تر دې دمه پورې، هغه واقعاً دا ټول لیدلي دي.))

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي «سورېش رېنا» لیکلي:
((د افغانستان لوبډلې نن په استثنايي لوبه کې د انګلستان پر وړاندې یوه په زړه پورې بریا خپله کړه، نن یې د لوبډلې هوډ او مهارت روښانه شو.
آفرین هلکانو!))

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي او د کرکټ اوسني مبصر «راوي شنکر شستري» لیکلي:
((خلک مو ووېستل!
په نړیوال کرکټ کې یوه ستره ناهیلي!
که دا د لوبې داستان نه و.
درناوی!))
افغانستان پرون د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې  انګلستان ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړه.

لیکوال/اېډېټر: Anosh Nangyal
Anosh Nangyal
Anosh Nangyal

انوش ننګیال افغان خبريال او لیکوال دی. د خبريالۍ په برخه کې دولس کلنه تجربه لري. د ژورنالېزم زده کړې یې په ازبکستان کې کړي او اوسمهال له کوه نور خبري آژانس سره د رېپورټر په توګه کار کوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب