کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لیسټ ای ټورنمنټ؛ سپين غر لوبډلې د ۶۱ منډو په توپېر امو لوبډلې ته ماتې ورکړه

(کوه نور، اسد ۲۹، ۱۴۰۴): راپور: هدايت الله دانش   د افغانستان د کورني کرکټ اړوند اتم پړاو لیسټ ای سیالۍ د سپین غر لوبډلې په بریا پیل شوې، د یاد ټورنمنټ د سږني پړاو په پیلیزه لوبه کې سپین غر لوبډلې په لومړي نوبت توپ وهنې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۳ ویکټو په زیان ۳۱۳ هدف وټاکه. د سپین غر لوبډلې په ګټه بهیرشاه محب…

2025-08-20 09:39 170۲ دقیقې لوستل
لیسټ ای ټورنمنټ؛ سپين غر لوبډلې د ۶۱ منډو په توپېر امو لوبډلې ته ماتې ورکړه

(کوه نور، اسد ۲۹، ۱۴۰۴):

راپور: هدايت الله دانش 

 د افغانستان د کورني کرکټ اړوند اتم پړاو لیسټ ای سیالۍ د سپین غر لوبډلې په بریا پیل شوې، د یاد ټورنمنټ د سږني پړاو په پیلیزه لوبه کې سپین غر لوبډلې په لومړي نوبت توپ وهنې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۳ ویکټو په زیان ۳۱۳ هدف وټاکه.

د سپین غر لوبډلې په ګټه بهیرشاه محبوب ۱۳۰ ناټ اوټ، جاوید احمدزي ۶۵، سهیل زرمتي ۶۰، زبید اکبري او اکرام علي خېل هر یو ۲۲- ۲۲ منډې جوړې کړې.

د امو په ګټه په توپ اچونه کې یمین احمدزي، کامل کاکړ او بابرخان یوه - یوه ویکټه واخیسته.

امو لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې په ۴۷،۲ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان ۲۵۱ منډې جوړې کړې او د ۶۱ منډو په توپېر یی ماتې ومنله.

د یادې لوبډلې په ګټه په توپ وهنه کې عبدالمالک ۱۰۱، سمیع الله شینواري ۶۱ او اعجاز احمد ۳۵ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

د يادې لوبډلې لوبغاړي عبدالمالک په دې سلیزې سره په لېسټ اې لوبو کې د خپلو سلیزو شمېر ۷ ته ورساوه.

د سپين غر لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې قیس احمد ۴، بلال سمیع ۳، طارق ستانکزي ۲ او افتاب عالم یوه ویکټه واخېسته او په دې سره د سپین غر لوبډلې لیګ بریکر قیس احمد د لېسټ اې لوبو په خپله ۳۷مه لوبه کې د خپلو ویکټو شمېر هم تر ۵۰ پورې ورساوه.

بهیر شاه محبوب چې د ۲ شپږیزو او ۱۷ څلوریزو پرمټ یی په ۸۹ توپونو ۱۳۰ ناسوځېدلې منډې کړې وې، د یادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

د لیسټ ای ټورنمنټ د روان پړاو د لوبو په دوام سبا سهار ۹:۰۰ بجې د بست او مس عینک زون لوبډلې سره مخامخ کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب