کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مس‌عینک اتلان د دویمې لوبډلې په توګه د شپږیزه لیګ پای لوبې ته ورسېدل

راپور: هدايت دانش  د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۸ مه لوبه د یاد کرکټ لیګ په تاریخ کې هغه لوبه وه چې تر ټولو لوړ هدف پکې وټاکل شو.  په دې لوبه کې بند امیر ښاماران لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.   میس عینک لوبډلې د رحمان الله ګربز د ۷۰، د وفیع الله تره خېل ۷۸ او د فرمان الله صافي ۷۲ ناټ اوټ منډو پرم…

2025-07-29 09:14 171۲ دقیقې لوستل
مس‌عینک اتلان د دویمې لوبډلې په توګه د شپږیزه لیګ پای لوبې ته ورسېدل

راپور: هدايت دانش 

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۸ مه لوبه د یاد کرکټ لیګ په تاریخ کې هغه لوبه وه چې تر ټولو لوړ هدف پکې وټاکل شو.

 په دې لوبه کې بند امیر ښاماران لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

 

میس عینک لوبډلې د رحمان الله ګربز د ۷۰، د وفیع الله تره خېل ۷۸ او د فرمان الله صافي ۷۲ ناټ اوټ منډو پرمټ، ۲۶۵ منډې هدف ورکړ، چې د شپږیزه کرکټ لیګ په تاریخ کې تر ټولو لوړ هدف ؤ.

 

بند امیر ښاماران لوبډلې په ځوابي لوبه کې له یو په زړه پورې پیل وروسته پرله پسې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او د ۷۲ منډو په توپېر یی ماتې وخوړه.

 

په دې لوبه کې د بند امیر په ګټه هارون خان ۴۰، حشمت ۳۵، ګلبدین نایب ۳۰، شهزاد ۲۶ او غضنفر ۲۲ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

 

د مس عینک په ګټه توپ اچونه کې ضیاءالرحمن شریفي، بلال سمیع او خليل ګربز تر نورو زیاتې دوه دوه ویکټې واخېستې.

 

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ۲۳۳ منډو لوړ هدف ټاکلو ریکارډ بند امیر لوبډلې سره وو چې د ۲۰۲۰م کال د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه یی د بوست ساتونکي لوبډلې پر وړاندې جوړې کړې ؤ.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب