راپور: هدايت الله دانش
د اسټرلیا کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړي ګلین مکسویل د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپوهونکی ډیوالډ بریویس ستایلی دی او هغه ته یی د دویم ډیویلرز لقب ورکړی دی.
مکسویل د نوموړي په تړاو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې هغه ډېر ژر د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته لاره پیداکړه او په خپلو لومړیو څو لوبو کې یی خپله وړتیا ثابته کړه.
په وینا یی د ډیوالډ بریویس توپ وهنه ډېره چټکه ده او د هرې لوبې په لومړیو اورونو کې له ښه لوبېدو وروسته یی د ښې توپ وهنې مخنیوی آسانه نه ده.
مکسویل ویلي: «د بریویس وروستۍ لاسته راونې ښیي چې هغه د کرکټ یو نړیوال ستوری دی او ښه به وي چې د دویم ډیویلیرز لقب ورته ورکړل شي.»




