د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي، نصرت حق پرست د «یو اېف سي» سازمان په ۲۹۳ پړاو سیالیو کې خپل امریکایي سیال لاندونکینیونیز ته ماتې ور کړه.
له افغانستان څخه نصرت حقپرست او له امریکا څخه ولاندو کوینانز د استرالیا په سیدني ښار کې سیالۍ وکړه، چې په پای کې نصرتحقپرست خپل امریکایي سیال مات او بریا یې خپله کړه.
په دې سیالۍ کې حق پرست وکولای شول په درېیو پړاوونو کې امتیازونه ترلاسه کړي.
هغه دغه بریا یې د مراکش هغو خلکو ته ډالۍ کړه چې تېره ورځ سختې زلزلې ځپلي وو.
دا په یو اېف سي سازمان کې د نصرت حق پرست اوومه بریا ده.
حق پرست تر اوسه ۲۰ لوبې کړي دي، چې له هغو څخه یې ۱۵ ګټلي او يوازې ۵ یې بایللي دي.




