کابل (کوهنور ۸ اسد ۱۴۰۴):
راپور: هدايت دانش
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان وایي، له وطن سره د افغان لوبغاړو مینه او ژمنتیا د ملي لوبډلې تر ټولو لوی قوت دی.
نصیب خان له کرېکبز سره په مرکه کې ویلي، چې راشد خان، محمد نبي، ګربز، نوین او نور ستور لوبغاړي له ډېرو بوختیاوو سره سره بیاهم وطن کې لوبو ته راځي، چې دا یوازې کرکټ نه، بلکې ولس سره د ژورې اړیکې څرګندونه کوي.
نصیب خان ویلي، افغان لوبغاړي د کرکټ ترڅنګ خیریه بنسټونه او اکاډمۍ پرمخ وړي او له خلکو سره د ستونزو پر مهال خوا په خوا ولاړ وي.
هغه همداراز ويلي «هڅه مو روانه کړې چې د افغانستان کرکټ غوره لیګ (APL) دویم پړاو د روان کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې ترسره کړو.»
نوموړي دغه راز ویلي: «د یاد لیګ راتلونکی پړاو په متحده عربی اماراتو کې ترسره کوو، عمان او قطر دوه نور هغه هېوادونه دي چې د اړتیا په صورت کې د دې لیګ د کوربه توب لپاره مو په نظر کې نیولي دي.»
د افغانستان پریمیرلیګ لومړی پړاو د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر په ۵ نېټه د پنځه لوبډلو په ګډون په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شو او د پای لوبې په شمول له ۲۳ لوبو وروسته د همدې میاشتې په ۲۱ مه نېټه د محمد نبي په لوبډلمشرۍ او د کریس ګېل د پنځوسیزې پرمټ د کابل ځوانان لوبډلې پر وړاندې د بلخ لېجنډز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.




