کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نن د هند د کرکټ سوداګریزې سیالۍ IPL پیلیږي

ټاکل شوې چې نن ماښام د هندوستان د کرکټ سوداګریزې سیالۍ IPL د لسو لوبډلو په ګډون پیل شي.‌  ياد ليګ چې دوه مياشتې به دوام وکړي ۷۴ لوبې. به په‌کې ترسره شي. په دغه ليګ کې‌ د تېرو کلونو په پرتله ډېر افغان لوبغاړي لوبيږي. عظمت عمرزی، نور احمد، راشد خان د ګجرات لوبډلې، رحمن الله ګربز او مجيب الرحمن د کلکتې…

2024-03-22 01:26 230۱ دقیقې لوستل
نن د هند د کرکټ سوداګریزې سیالۍ IPL پیلیږي

ټاکل شوې چې نن ماښام د هندوستان د کرکټ سوداګریزې سیالۍ IPL د لسو لوبډلو په ګډون پیل شي.‌ 

ياد ليګ چې دوه مياشتې به دوام وکړي ۷۴ لوبې. به په‌کې ترسره شي.

په دغه ليګ کې‌ د تېرو کلونو په پرتله ډېر افغان لوبغاړي لوبيږي.

عظمت عمرزی، نور احمد، راشد خان د ګجرات لوبډلې، رحمن الله ګربز او مجيب الرحمن د کلکتې لوبډلې، فضل حق فاروقي د حيدراباد لوبډلې نوين الحق د لهکنو لوبډلې او محمد نبي بيا د ممبي اينډينز لوبډلې په ګټه لوبه ترسره کوي.

افغان لوبغاړي په دغه ليګ کې‌ د‌ ګډون په موخه له خپله لوبډلو سره يو ځای شوي دي.

عظمت عمرزی به په لومړي ځل په دغه ليګ کې خپل بخت ازمايي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب