د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي نوين الحق د يو ورځنيو لوبو څخه تقاعد اعلان کړ.
هغه پر خپل انسټاګرام ليکلي، چې د ۲۰۲۳ نړيوال جام له لوبولو وروسته نه غواړي، چې په يو ورځنيو لوبو کې ولوبېږي.
نوموړي زياته کړې «زه غواړم، چې د دې نړيوال جام په پای کې د يو ورځنيو لوبو له فارمټ څخه تقاعد اعلان کړم. او د خپل هېواد لپاره په شل اوریزو کې د شين لباس اغوستلو ته ادامه ورکړم.»
هغه دا د خپل کرکټ کيرير يوه سخته پرېکړه بللې ده.
نوين تر اوسه د افغانستان لپاره په ۷ يو ورځنيو لوبو کې لوبېدلی دی. هغه په دې لوبو کې ۳۵۶ منډې ورکړي او ۱۴ ويکټې يې اخيستې دي.
نوين الحق د افغانستان لپاره د لوبېدو تر څنګ د نړۍ په ځينو مشهورو ليګونو کې هم لوبېدلی دی.
هغه د ۲۴ کلونو په عمر له ۵۰ اوريزو لوبو تقاعد اعلانوي.
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې تر اسيا جام مخکې په يو ورځنيو لوبو کې د نوين د نه لوبېدو علت د هغه ټپي کېدل ياد کړي وو.
د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان ويلي وو، چې د نوين له راتګ سره به افغانستان د تېزې توپ اچونې خلا ډکه شي.
نوين الحق تر دې مخکې هم د لنډې مودې لپاره له پنځوس اوريز کرکټ څخه دمه کړې وه. تر اوسه معلومه نه ده، چې هغه يو ځل بيا ولې په يو ورځنيو لوبو کې د تل لپاره د نه لوبېدو تصميم نيولی دی.




