کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نوین الحق: تاريخ هر څه ليکي او خپله حافظه کې يې ساتي

  ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي نوين الحق پر خبره فيسبوک پاڼه هغه غبرګونونو ته چې له مخې يې افغان کرکټ بند کړي غبرګون ښودلی دی. نوموړي ليکلي، د تاريخ يو ستر حقيقت دا دی چې ټول هغه کسان په ياد لري چې د خپل هېواد لپاره يې څه کړي او هغوی هم لري چې هيڅ يې ندي کړي. ده‌ همداراز ويلي، هغه کسان چې د نورو د راپرځولو هڅه…

2025-01-11 06:28 173۱ دقیقې لوستل
نوین الحق: تاريخ هر څه ليکي او خپله حافظه کې يې ساتي

  ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي نوين الحق پر خبره فيسبوک پاڼه هغه غبرګونونو ته چې له مخې يې افغان کرکټ بند کړي غبرګون ښودلی دی.

نوموړي ليکلي، د تاريخ يو ستر حقيقت دا دی چې ټول هغه کسان په ياد لري چې د خپل هېواد لپاره يې څه کړي او هغوی هم لري چې هيڅ يې ندي کړي.

ده‌ همداراز ويلي، هغه کسان چې د نورو د راپرځولو هڅه کوي، په اړه يې واقعا متاسف يم.

وړاندې ليکل شوي، هغه‌ کسان چې دغه ډول کړنې کوي الله دې ورته ذهني ارامښت ورکړي ترڅو يو څه وکړي او په غرور سره راښکاره شي.

نوین دغه خبرې داسې مهال کوي چې تازه د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د انګلينډ پارلمان ته ليک استولی چې په افغان کرکټ دې د دې له امله بنديز ولګوي چې افغانستان کې د ښځو حقونه تامين ندي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب