د آسترالیا کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکي ډېوېډ وارنر د روان یو ورځینیو لوبو نړیوال جام د تر ټولو ډېرو منډو ریکارډ خپل کړ.
هغه نن د پاکستان خلاف لوبه کې په ۱۲۴ توپونو منډې۱۶۳ جوړې کړې او وسوځېد.
یاد لوبغاړي یوازې ۹ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې ووهلې او په ۱۳۱.۴۵ سټرایک رېټ یې لوبه وکړه.
له دې وړاندې یاد ریکارډ د نیوزلنډ لوبډلې توپ وهونکي «دوان کانوای» سره و، هغه په ۱۴۷ توپونو ۱۵۲ منډې جوړې کړې وې.
۳۷ کلن ډېوېډ وارنر تر دې مه ۱۵۳ لوبې کړې چې په ۱۵۱ پاڼیو کې د توپ وهنې نوبت ورغلی.
هغه په دغه لوبو کې ټولې ۶۴۶۲ منډې جوړې کړې چې لوړې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۷۹ دي.
آسټرالیا لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اورونو کې پاکستان لوبډلې ته د ۳۶۸ منډو هدف ورکړ، آسټرالیا ته د ډېوېډ وارنر سربېره دوهم پیلیز توپ وهونکي مېچل مارش هم سلیزه وکړه او په ۱۰۸ توپونو یې ۱۲۱ چټکې منډې جوړې کړې.
د توپ اچومې په برخه کې پاکستان ته تر ټولو ډېر ۵ لوبغاړي شاهین آفریدي او ۳ لوبغاړي حارث روف وسوځول.




