راپور: هدايت الله دانش
(کوه نور، اسد ۲۹، ۱۴۰۴): د نیدرلینډ کرکټ بورډ د بنګله دېش په کوربه توب د یاد هیواد د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لوبلړۍ لپاره د سکاټ ایډورډز په مشرۍ خپله لوبډله اعلان کړه.
په دې لوبډه کې د لوبډلمشر/وېکټساتونکی اېډورډز ترڅنګ نوا کرویس، ماکس اوډاوډ، ویکرمجیت سنګ، تیجا نیدامنورو، ساقب ذوالفقار، ریان کلین، کیل کلین، اریان دت، پاول وان مېکرین، شاریز احمد، بین فلیچر او دانیل دورام شامل دي.
د پلان شوي مهالویش له مخې یاده لوبډله به د اګسټ په ۲۶ مه بنګله دېش ته له سفر او درې ورځني تمریناتو وروسته د همدې اګسټ میاشتې په دېرشمه، د سپټمبر په لومړۍ او دریمه نېټه د کوربه لوبډلې پر وړاندې درې شل اوریزې لوبې وکړي.
د یادې لوبلړۍ ټولې سیالۍ په سلهېټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
دا لومړۍ ځل دی چې بنګله دېش په شل اوریزه لوبلړۍ کې د نیدرلینډ کوربه توب کوي.




