کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نیوزلنډ افغان لوبډلې ته د ۲۸۹ منډو هدف ورکړ.

د یو ورځینیو لوبو نړیوال جام په ترڅ کې د نیوزلنډ لوبډلې اففان لوبډلې ته په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۹ منډې هدف ورکړ.د نیوزلنډ لوبډلې په ګټه ګلین فلېپس ۷۱، ټام لاټم ۶۸ او ویل یانګ ۵۴ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.بل پلو بیا د توپ اچونې په برخه کې افغان لوبډلې ته ۲ وېکټې نوین الحق، ۲ وېکټې عظمت الله عمر…

2023-10-18 04:27 124۱ دقیقې لوستل
نیوزلنډ افغان لوبډلې ته د ۲۸۹ منډو هدف ورکړ.

د یو ورځینیو لوبو نړیوال جام په ترڅ کې د نیوزلنډ لوبډلې اففان لوبډلې ته په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۹ منډې هدف ورکړ.
د نیوزلنډ لوبډلې په ګټه ګلین فلېپس ۷۱، ټام لاټم ۶۸ او ویل یانګ ۵۴ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.
بل پلو بیا د توپ اچونې په برخه کې افغان لوبډلې ته ۲ وېکټې نوین الحق، ۲ وېکټې عظمت الله عمرزي، او یوه، یوه وېکټه راشد خان او مجیب الرحمن واخیستې.
یاده لوبه په روان نړیوال جام کې د افغانستان څلورمه لوبه ده، افغان لوبډلې له دې وړاندې بنګله دېش او هند ته لوبې بایللي او درېیمه لوبه کې یې انګلستان ته ماتې ورکړې.

لیکوال/اېډېټر: Anosh Nangyal
Anosh Nangyal
Anosh Nangyal

انوش ننګیال افغان خبريال او لیکوال دی. د خبريالۍ په برخه کې دولس کلنه تجربه لري. د ژورنالېزم زده کړې یې په ازبکستان کې کړي او اوسمهال له کوه نور خبري آژانس سره د رېپورټر په توګه کار کوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب