د اسيايي جام د لوبو په لړ کې هندوستان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۲۲۸ منډو په توپير ماتې ورکړه.
دا لوبه د يکشنبې ورځ (د سپتمبر ۱۰مه) د سريلانکا په کولمبو ښار کې پيل شوې، چې د باران له امله دويمې ورځې ته هم وغځېدله.
پاکستان په دې لوبه کې د ټاس له ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه. هندۍ لوبډلې د دوه لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۶ منډې جوړې او پاکستان ته يې ۳۵۷ منډې هدف وټاکه.
د هندوستان لپاره په توپوهنه کې ویرات کوهلي او کی ایل راهول سليزې جوړې کړې.
پاکستانۍ لوبډلې د ۳۵۶ منډو هدف د ترلاسه کولو په اراده لوبه پيل کړه او د لوبې په ۳۲ اور کې يې د ۱۲۸ منډو جوړولو وروسته ټوله لوبډله وسوځېده.
د هند لپاره په توپ اچونه کې کلديپ يادو پنځه ويکټې تر لاسه کړې.
دا په یوه ورځنیو سیالیو کې د پاکستان خلاف د منډو په توپیر د هند تر ټولو ستره بریا ده.
د اسيا جام د څلور غوره لوبډلو پړاو ته هندوستان، پاکستان، بنګله دېش او سريلانکا لار موندلې ده.
د څلور غوره لوبډلو په پړاو کې تر اوسه هندوستان لومړی، سريلانکا دويم، پاکستان درېيم او بنګله دېش څلورم مقام لري.




