کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اسيا جام اتلولي وګټله

د‌ هند کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسيا جام سياليو پای لوبه وګټله. دغه لوبه تېره شپه د کرکټ د دوه سرسختو رقيبانو، هند او پاکستان ترمنخ د متحده عرب اماراتو په کوربه توب ترسره شوه. ياده لوبه کې هند د لوبې پچه وګټله او پاکستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. پاکستانۍ لوبډلې د لوبې وروستي اور کې خپلې ټولې ويکټې له لاسه ورکړې…

2025-09-29 00:02 201۱ دقیقې لوستل
هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اسيا جام اتلولي وګټله

د‌ هند کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسيا جام سياليو پای لوبه وګټله.

دغه لوبه تېره شپه د کرکټ د دوه سرسختو رقيبانو، هند او پاکستان ترمنخ د متحده عرب اماراتو په کوربه توب ترسره شوه.

ياده لوبه کې هند د لوبې پچه وګټله او پاکستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پاکستانۍ لوبډلې د لوبې وروستي اور کې خپلې ټولې ويکټې له لاسه ورکړې او هند ته يې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لپاره صاحبزاده فرهان له نورو ډېرې ۵۷ منډې وکړې او د هند لپاره بیا کولديپ يادوف، چکرواتي، بومرا او اکسر پټيل دوه - دوه ويکټې ترلاسه کړې.

هند د پاکستان هدف د ۹۱.۴ اورونو په لوبولو او د پنځه ويکټو په زيان پوره کړ.

دغه سیالۍ د روانې مياشتې په نهمه نېټه پيل شوې وې چې د هند په اتلولي پای ته ورسېدې.

ياده دې وي چې افغان کرکټ ملي لوبډله هم په‌ دغه سياليو کې وه، خو د ټورنمنټ په لومړي پړاو کې بهر شوه.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب