د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې د دغه هېواد مخکنی تېز توپ اچونکي وهاب رياض د ياد هېواد د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو.
نوموړي په ۲۰۰۸ زيږديز کال د پاکستان لپاره نړيوال کرکټ شروع کړ، چې په مجموعي توکه يې ۲۷ ټسټ، ۹۱ يو ورځنۍ او ۳۶ شل اوريزه سيالۍ کړي.
ده ۲۳۷ ویکټې او ۱۲۰۰ منډې جوړې کړي.
په سږ کال نړيوال جام کې د دغه هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د خرابو لوبو له امله د غوراوي کمېټې مشر انظمام الحق او د بالینګ روزونکی مورکل استعفاوې وکړې او کپتان بابر اعظم له کپتانۍ لرې کړای شو.
د پاکستان کرکټ بورډ تېره ورځ شان مسعود د ټسټ او شاهين شاه افریدی د شل اوريزه لوبو د کپتانانو په توګه وټاکل.




