کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ويرات کوهلي له شل اوريز نړۍوال کرکټ استعفاء اعلان کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې توپ وهونکي ويرات کوهلي د ۲۰۲۴ نړۍوال جام له پای لوبې وروسته له شل اوريز کرکټ استعفاء اعلان کړه.   کوهلي د خپلې استعفاء لامل نويو لوبغاړو ته د لوبیدو چانس برابرول ياد کړل.   ۳۵ کلن ښي لاسي توپوهونکي او ميډيم فاسټ بالر ويرات کوهلي ۱۲۵ شل اوريزه لوبې وکړې ۴۸.۶۹ اوسط او ۱۳۷ سټرايک‌ريټ س…

2024-06-29 21:54 1,463۱ دقیقې لوستل
ويرات کوهلي له شل اوريز نړۍوال کرکټ استعفاء اعلان کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې توپ وهونکي ويرات کوهلي د ۲۰۲۴ نړۍوال جام له پای لوبې وروسته له شل اوريز کرکټ استعفاء اعلان کړه.

 

کوهلي د خپلې استعفاء لامل نويو لوبغاړو ته د لوبیدو چانس برابرول ياد کړل.

 

۳۵ کلن ښي لاسي توپوهونکي او ميډيم فاسټ بالر ويرات کوهلي ۱۲۵ شل اوريزه لوبې وکړې ۴۸.۶۹ اوسط او ۱۳۷ سټرايک‌ريټ سره يې ۴۱۸۸ منډې وکړې.

 

نوموړي خپله وروستۍ لوبه تېره شپه د سويلي افريقا خلاف ترسره کړه او ۷۶ منډې يې پکې وکړې چې په ۲۰۲۴ نړۍوال جام کې د نوموړي تر ټولو ډیرې منډې وې.

 

ويرات کوهلي په ۱۹۸۸ ميلادي کال د نومبر په ۵ مه نېټه د هند پلازمینه ډهلي کې وزېږېد او په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې يې له هندي فلمي اداکارې انوشکا شرما سره واده وکړ.

 

ويرات کوهلي په شل اوريزه لوبو کې د کپتان توګه هم‌ دنده ترسره کړې.

 

نوموړی به له دې وروسته يو ورځنۍ او ټسټ لوبې کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب