د انډيا د رنزونو ماشين او د کرکټ نړۍ نايابه نوم ويرات کوهلي ۹۲ نورو منډو ته اړتيا لري چې ۲۷۰۰۰ (اوه ویشت رزه) نړيوالې منډې پوره کړي او د کرکټ په تاريخي ډګر کې څلورم لوبغاړی شي.
تر وړاندې د کرکټ نه هېرېدونکي او نه تکرارېدونکي نومونه سچن ټنډولکر چې د انډیا لپاره یې ۶۶۴ نړيوالې لوبې تر سره کړې او په دې لړۍ کې یې تر دې دمه تر ټولو ډېرې منډې ۳۴۳۵۷ (څلور دیرش زره درې سوه اوه پنځوس) منډې ترسره کړې دي.
هغه ددې تر څنګ له ځان سره ډېر نړيوال ریکارډونه لري چې يو یې هم خورا مشهور د ۱۰۰ سلیزو ريکارډ دی چې تر ددې دمه د سچن رمیش ټنډولکر په نوم دی.
ورپسې د سريلنکا نامتو لوبغاړي او د کرکټ نړۍ يو بل نایابه نوم کمار سنګاکارا دی، چې ۵۹۴ نړيوالو لوبو په لوبولو سره یې د نړۍ د ډېرو رنزونو دويم ريکارډ په خپل نوم کړی او ۲۸۰۱۶ منډې یې جوړې کړ.
همدارنګه له ويرات کوهلي وړاندې بل لوبغاړی د اسټراليا افسانوي کرکټر او د نړۍ ښه لوبډلمشر چې ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۱۲ پورې یې ۵۶۰ نړيوالو لوبو لوبولو سره ۲۷۴۸۳ منډې تر سره کړي دي.
تر دې دمه په دوی کې یواځینی لوبغاړی ویرات کوهلي دی چې لوبېږې، د هند د ټولنیزو رسنیو ځینې کارکوونکي غواړي چې ویرات کوهلي ډېر ولوبېږي؛ څو دا ټول ریکارډونه شاته پرېږدي.
ناصر حلیمي




