کابل (کوه نور ۸ اسد ۱۴۰۴):
د کوربه ویسټانډیز او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شلاوریزو لوبو لوبلړۍ نن جمعه پیل شوه چې ویسټانډیز پهکې د ۱۴ منډو په توپېر ماتې ومنله.
په دې لوبه کې پاکستان په لومړي نوبت توپوهنه کې د صایم ایوب د پنځوسیزې پرمټ په شلو اورونو کې ۱۷۸ منډې جوړې کړې.
په دوهمه پانۍ کې تر ۷۲ منډو د ویسټ کومه ویکټه نه وه غورځېدلې، په ۱۲م اور کې محمدنواز توپ اچونې ته راغی او د ۳ منډو په ورکړې یی ۳ لوبغاړي وسوځول.
ویسټانډیزي لوبډلې په پوره شل اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان ۱۶۴ منډې جوړې کړې او د ۱۴ منډو په توپېر یی ماتې ومنله.
یادې لوبډلې څو ورځې مخکې د ۵ شل اوریزو لوبو لوبلړۍ هم ۵-۰ اسټرالیا ته بایللې وه.




