د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د میدان تنظیموونکي پلان لري چې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لوبو پرمهال د دواړو هیوادونو د نندارچیانو د داخلېدو او د ناستې ځایونه جلاکړي.
د راپورونو له مخې دغه پریکړه د دواړو لوبډلو د مینه والو ترمنځ له اخ او ډب څخه د مخنیوي په موخه شوې، په دې راپورونو کې د میدان د مسؤلینو له قوله ویل شوي چې افغان نندارچیان احساساتي دی، نو ځکه دوی غواړي، چې د ګډوډیو مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۲ کال اسیا جام د څلور غوره لوبډلو پړاو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له په زړه پورې لوبې وروسته پاکستان لوبه وګټله، افغان نندارچیانو خپل احساسات کنټرول نه کړل او د پاکستاني نندارچیانو د وهلو ډبولو ترڅنګ یې د میدان وسایلو ته هم زیان ورسوو
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې له خپل ۱۳۰هدف څخه دفاع په موخه د پاکستان ۹ ویکټې ترلاسه کړې وې، د لوبې وروستی اور او ۱۲ منډې پاتې وې چې پاکستاني توپ اچوونکي نسیم شاه د فضل حق فاروقي پر وړاندې په لومړیو دوه توپونو شپږیزې ووهلې او د یوې ویکټې په توپېر یی بریا خپله کړه.




