کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستانۍ لوبډله په درې اړخیزې لوبلړۍ او آسیاجام کې ګډون په موخه نن متحده عربي اماراتو ته سفر کوي

راپور: هدايت الله دانش  (کوه نور، اسد ۲۹، ۱۴۰۴):  د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هېواد کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د اګسټ په ۲۰مه نېټه د درې ملتونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ او آسیاجام کې د ګډون او له هغې وړاندې د تمریناتي کمپ لپاره متحده عربي اماراتو ته سفر کوي. د معلوماتو له مخې یاده لوبډله به د…

2025-08-20 01:06 159۲ دقیقې لوستل
پاکستانۍ لوبډله په درې اړخیزې لوبلړۍ او آسیاجام کې ګډون په موخه نن متحده عربي اماراتو ته سفر کوي

راپور: هدايت الله دانش 

(کوه نور، اسد ۲۹، ۱۴۰۴):

 د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هېواد کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د اګسټ په ۲۰مه نېټه د درې ملتونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ او آسیاجام کې د ګډون او له هغې وړاندې د تمریناتي کمپ لپاره متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

د معلوماتو له مخې یاده لوبډله به د اګسټ له ۲۱مې تر ۲۷مې نېټې په ICC اکاډمۍ کې تمریناتۍ کمپ ترسره کړي او له هغې وروسته به د همدې میاشتې په ۲۹مه نېټه په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ لوبه کې ولوبېږي.

د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړي پړاو کې به پاکستانۍ لوبډله دوه لوبې د افغانستان او دوه لوبې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړي او له هغې وروسته به په آسیاجام کې د سپټمبر په ۱۲مه نېټه د عمان، په ۱۴مه نېټه د هند او په ۱۷مه نېټه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ګروپي لوبې ترسره کړي.

د ۲۰۲۵م کال ۱۷م پړاو آسیاجام او درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره په پاکستانۍ لوبډله کې د لوبډلمشر سلمان علي آغا ترڅنګ صایم ایوب، فخر زمان، ابرار احمد، فهیم اشرف، حارث رؤف، حسن علي، حسن نواز، حسین طلعت، خوشدل شاه، محمد حارث، محمد نواز، محمد وسیم جونیر، صاحب‌زاده فرحان، سلمان مرزا، شاهین شاه اپریدی او صفیان مقیم شامل دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب