د کوربه ویسټ انډیز او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ پنځوس اوریزه لوبلړۍ د پاکستان په بریا سره پیل شوه.
د داړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن سهار ترسره شوه، په دې لوبه کې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې په لومړي نوبت توپوهنې د ایون لیویس ۶۰، د لوبډلمشر شای هوپ ۵۵، د روستن چاس ۵۳ او ګودکېش موتي ۳۱ چټکو منډو پرمټ په ۴۹ اورونو کې د ټولو ویکټو په زیان ۲۸۱ هدف وټاکه.
د پاکستانۍ لوبډلې له اړخه په توپ اچونه کې نسیم شاه ۳ او شاهین شاه څلور لوبغاړپ وسوځول.
یادې لوبډلې د کوربه ویسټ انډیز لخوا ټاکل شوی ۲۸۱ هدف په ۴۹م اور کې د ۵ ویکټو په زیان پوره کړ او په یادې لوبلړۍ کې یی لومړۍ بریا خپله کړه.
په دغه لوبه د پاکستان په ګټه توپوهنه کې حسن نواز چې لومړۍ نړیواله پنځوس اوریزه لوبه یی ترسره کوله ۶۳ ناسوځېدلې منډې وکړې، د نوموړي ترڅنګ لوبډلمشر محمد رضوان ۵۳، بابراعظم ۴۷ او حُسین طالات ۴۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه پنځوس اوریزه لوبه سبا یکشنبه د اګسټ په ۱۰مه ترسره کېږي.




