کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پخوانی هندی لوبغاړی، اجې جدېجا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی ټاکل شوی

افغانستان کرکټ بورډ وايي، د هند ملي لوبډلې د مډل ارډر پخوانی ښی لاسی توپوهونکی اجې جدېجا د کرکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی ګمارل شوی دی. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې اجې جدېجا د نړۍوال جام سفر کې له افغان لوبډلې سره د سلاکار روزنکي په توګه دنده پيل کړې ده.  اجې جدېجا په ۱۹۷۱م کال د فبروري میاشتې پر لومړۍ نېټ…

2023-10-02 02:02 227۲ دقیقې لوستل
پخوانی هندی لوبغاړی، اجې جدېجا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی ټاکل شوی

افغانستان کرکټ بورډ وايي، د هند ملي لوبډلې د مډل ارډر پخوانی ښی لاسی توپوهونکی اجې جدېجا د کرکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی ګمارل شوی دی.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې اجې جدېجا د نړۍوال جام سفر کې له افغان لوبډلې سره د سلاکار روزنکي په توګه دنده پيل کړې ده.

 اجې جدېجا په ۱۹۷۱م کال د فبروري میاشتې پر لومړۍ نېټه په ګجرات ایالت کې زېږېدلی دی.

جدېجا له ۱۹۹۲م کال څخه تر ۲۰۰۰م کال پورې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېدلی دی.

نوموړي د هندوستان لپاره ۱۵ ټېسټ لوبو کې ۵۷۵ منډې او ۱۹۶ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۳۵۹ منډې جوړې کړې دي.

جدېجا په دغه لوبو کې ۶ سلیزې او ۳۴ نیمه سلیزې جوړې کړې دي. همدا راز نوموړي په ۱۱۱ فرسټ کلاس لوبو کې ۸۱۰۰ منډې او ۲۹۱ لېسټ اې لوبو کې ۸۳۰۴ منډې ترسره کړې دي. جدېجا په لېسټ اې او فرسټ کلاس سیالیو کې ۳۱ سلیزې او ۸۸ نیمه سلیزې لري.

جدېجا په ۱۳ نړیوالو لوبو کې د هندوستان ملي لوبډلې لوبډلمشري ترسره کړې چې ۸ لوبې یې ګټلي او ۵ یې بايللي ورکړې.

جدېجا د روزونکي په توګه په خپلو کورنیو رانجي ټراپي سیالیو کې د ډهلي لوبډلې روزونکی پاتې شوی دی او دغه راز په یاده برخه کې ډېره تجربه لري.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب