کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

په ټېسټ او شل‌اوریز فارمټ کې د ویسټ‌انډیز پرله‌پسې ۷ ماتې: اسټرالیا په څلورمه شل اوریزه لوبه کې هم ویسټ‌انډیز ته ماتې ورکړه

د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ د ویسټ انډیز په کوربه توب د جولای په ۲۰ مه نېټه پیل شوې چې تر دې مهاله یی څلور ترسره شوې لوبې اسټرلیا ګټلي دي. اسټرلیایي لوبډلې په لومړۍشل اوریزه لوبه کې د کوربه ویسټ انډیز ۱۹۰ منډې هدف د ۷ ویکټو په زیان، په دوهمه لوبه کې یی ۱۷۳ هدف د ۲ ویکټو په زیان، پ…

2025-07-27 01:12 139۱ دقیقې لوستل
په ټېسټ او شل‌اوریز فارمټ کې د ویسټ‌انډیز پرله‌پسې ۷ ماتې: اسټرالیا په څلورمه شل اوریزه لوبه کې هم ویسټ‌انډیز ته ماتې ورکړه

د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ د ویسټ انډیز په کوربه توب د جولای په ۲۰ مه نېټه پیل شوې چې تر دې مهاله یی څلور ترسره شوې لوبې اسټرلیا ګټلي دي.

اسټرلیایي لوبډلې په لومړۍشل اوریزه لوبه کې د کوربه ویسټ انډیز ۱۹۰ منډې هدف د ۷ ویکټو په زیان، په دوهمه لوبه کې یی ۱۷۳ هدف د ۲ ویکټو په زیان، په دریمه کې یی ۲۱۵ هدف د ۴ ویکټو په زیان او په څلورمه کې یی ۲۰۶ هدف د ۷ ویکټو په زیان پوره کړ.

په دې سره اسټرلیاوۍ لوبډلې په یادې لوبلړۍ کې ۴-۰ مخکې والی ترلاسه کړ، د دواړو لوبډلو ترمنځ د یادې لوبلړۍ وروستۍ لوبه د جولای په ۲۸مه نېټه د راتلونکې سه شنبې په سهار ۳:۳۰ بجې پیلیږي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۳ ټېسټ لوبو لړۍ هم ۳-۰ اسټرلیایي لوبډلې ګټلې وه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب