(کوه نور، اسد ۲۸، ۱۴۰۴):
راپور: هدايت الله دانش
د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی کاګیسو رباډا د ښي پښې د ټپ له امله د اسټرلیا پر وړاندې په ننۍ او دوه نورو لوبو کې نه شي لوبېدلی.
د سویلي افریقا کرکټ بورډ په خپلو ټولنیزو ادرسونو په یوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د یاد هیواد د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپاچوونکی کاګیسو ربادا د ښي پښې د پښې بند التهاب له امله د اسټرالیا پر وړاندې له درې یو ورځنیو لوبو څخه بهر شوی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ۳۰ کلن رباډا پرون د دوشنبې په ورځ د لوبډلې اړونده ډاکټر له خوا معاینه شو چې نوموړي ته د پښې د ټپ له کبله د استراحت او درملنې سپارښتنه شوې.
د معلوماتو له مخې نوموړی به بیا هم په اسټرالیا کې پاتې شي تر څو د روغتیایي کارکوونکو تر څار لاندې یی درملنه وشي.
د سویلي افریقا کرکټ بورډ ویلي چې د رباډا پرځای کوېنا مپاکا چې تازه یی د اسټرلیا پر وړاندې په شل اوریزې لوبلړۍ کې تر ټولو ډېر ویکټې هم اخیستي دی، د لوبډلې برخه ګرځول شوی دی.




