(کوه نور، اسد ۳۰، ۱۴۰۴): د ویسټ انډیز کرابین کرکټ لیګ د لوبو په دوام نن سهار فالکنز لوبډلې بریا خپله کړه، په دې لوبه کې یادې لوبډلې په لومړي نوبت توپ وهنې د ۶ ویکټو په زیان ۱۶۸ هدف وټاکه.
ترینباګو لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د ۶ ویکټو په زیان ۱۵۹ منډې جوړې کړې او د ۸ منډو په توپېر یی ماتې ومنله.
د فالکنز لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې اوبید مککوی ۴ وېکټې واخېستې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یی وګټله.
د دې لوبې په دواړو پاڼیو کې د هېڅ کومې لوبډلې توپ وهونکي ونه توانېدل چې پنځوسیزه بشپړه کړي.
د فالکنز په ګټه په توپوهنه کې فابیان الن ۴۵، لوبډلمشر عماد وسیم ۳۹ او جاویل انډریو ۲۲ منډې جوړې کړې، دغه راز د ترینباګو په ګټه کولین مینرو ۴۴، کېرون پولارډ ۴۳ او کیسي کارټی ۳۵ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.
د یاد تجارتي کرکټ لیګ د لوبو په دوام سبا سهار ۳:۳۰ بجې سېنټ کیټز اېنډ نیوز پیټریټس لوبډله د باربدوس رایلز لوبډلې پر وړاندې لوبه لري.




